د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې بهیر دې چټک شي

sadiq_admin
Sat, Apr 24 2021 1:38 PM
d

د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې بهیر دې چټک شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقی د کابل ولایت د اسنادو او وثیقو د د څېړنې او ارزونې کمیټې له غړو سره په لیدنه کې د یاد بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې کمېټې غړو خپل کاري راپور وړاندې کړ او تر راتلوونکو دوو میاشتو یې د کابل ولایت د اسنادو د څېړنې او ارزونې پروسې د بشپړیدو ډاډ ورکړ.

ښاغلي فاروقي د یادې کمېټې له مسولینو مننه وکړه چې د کابل ولایت اړوند ۳۹۹۴۹ اسناد یې څېړلي او یو شمېر ناقانونه اسناد یې رد کړي دي.

ښاغلي فاروقي وویل: پاتې ۱۶۰۰۰ اسناد دې ژر تر ژره وڅېړل شي، تر څو د شهیدانو د ورثې ته کلني حقوق ورکړل شي.

ښاغلي فاروقي د هغو اسنادو په اړه چې بشپړ نه دي او قانوني ستونزې لري، د حل په موخه د یوه لارښود د جوړیدو لارښوونه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS