معلولیت لرونکي وګړي د نورو برخو تر څنګ د ورزشي ډګر اتلان هم دي

sadiq_admin
Wed, Oct 14 2020 2:00 PM
sds

معلولیت لرونکي وګړي د نورو برخو تر څنګ د ورزشي ډګر اتلان هم دي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام مرستیالې او د وزارت وارسي کوونکې صبري اندړ د معلولینو تر منځ د زونونو په کچه د پیل شویو سیالیو پایلوبه کې ګډون وکړ؛ د لوبې د نندارې تر څنګ یې د کرکټ معلولیت لرونکي لوبغاړي هم وستایل.

آغلې صبري اندړ خوښي وښوده، چې د نورو برخو تر څنګ ورزشي برخې په ځانګړې توګه کرکټ کې هم معلولینو ته د دوی د وړتیاوو څرګندولو زمینه برابره شوې ده. نوموړې د معلولینو د کرکټ ملي لوبډلې لاسته راوړنو ته په اشارې د کرکټ بورډ له رهبرۍ د دا ډول سیالیو د جوړولو له کبله مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې په راتلونکې کې نوره پراختیا هم ورکړل شي.

آغلې صبري اندړ وویل، چې معلولیت لرونکي وګړي د ځانګړو وړتیاوو څخه برخمن دي او کولای شي د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې ولري، زیاته یې کړه: موږ د ورزش په ډګر کې داسې اتل ورزشکار معلولین لرو، چې په نړیوالو سیالو کې یې د هېواد لپاره د سرو زرو او برنزو مډالونه ګټلي دي، چې ویاړ یې د ټول ملت مشترک دی.

په پای کې آغلې اندړ ګټونکې لوبډلې ته د سیالیو د پایلوبې جام او مبارکي ورکړه او معلولینو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شهید نجیب الله تره کي په نامه (د معلولیت لرونکو وګړو) د کرکټ دغه شل اوریزې سیالۍ د هېواد د پینځو زونونو تر منځ جوړې شوې وې، چې پایلوبه یې نن د سپین غر زون د معلولینو په ګټه پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS