معلولیت لرونکو وګړو ته دې په مختلفو برخو کې فرصتونه برابر شي

content_admin
Thu, Sep 03 2020 2:19 PM
ss

معلولیت لرونکو وګړو ته دې په مختلفو برخو کې فرصتونه برابر شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام مرستیالې صبري اندړ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رییسې ندیمه سحر سره وکتل او معلولیت لرونکو وګړو ته په مختلفو برخو کې د فرصتونو برابرولو په اړه یې خبرې وکړې.
آغلې اندړ په دندو د معلولیت لرونکو وګړو د ګمارنې، دوی ته د فزیکي لاسرسي، حرفوي زده کړو، نیمه لوړو زده کړو او نابینایانو ته د برېل خط او درسي موادو پر برابرولو تاکید وکړ، زیاته یې کړه، چې د دې قشر د حقوقو د تحقق لپاره باید په هر پلان او برنامه کې ځانګړې پاملرنه وشي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییسې ندیمه سحر معلولیت لرونکي وکړي د ډېر حقوقو او اسانتیاوو مستحق وګڼل وویل چې د معلولینو د درې سلنه ګمارنې د طرحې پر بنسټ یې ډېری معلولینو ته د کار زمینه برابره کړې ده او په دې برخه کې به خپلې هحې نورې هم زیاتې کړي.
آغلې سحر په دوه اړخیزې همکارۍ او ګډ کار د تاکید تر څنګ ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به معلولینو ته مناسب فرصتونه برابر کړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS