د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او یو اندازه نغدي مرستې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست او د شهیدانو چارو ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم یادې خیریه مؤسسې د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره په همغږۍ، زرګونو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړې دي.
