د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه تطبیق په موخه د پوهاوي پروګرام ترسره شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په حضور کې د ټولو مرکزي ریاستونو د رئیسانو او آمرینو لپاره د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه تنفیذ او تطبیق په موخه د پوهاوي یو ورځینی پروګرام ترسره شو.
په دې پروګرام کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یي کړه چې دا قانون د اسلامي ټولنې د اصلاح، د نېکو کارونو د ترویج او د بدیو د مخنیوي لپاره یو مهم اصل بلل کېږي، هغه ټینګار وکړ چې د وزارت د ریاستونو ټول رئیسان او آمرین باید د دې قانون د تطبیق لپاره جدي هڅه وکړي، ټول کارکوونکي د دعوت او ارشاد ریاست درسونو ته پر وخت حاضر شي او له هر ډول غفلت او بېپروایۍ څخه ځانونه وساتي.
ورپسې محترم مولوي کلیم الله افغان د مشرانو د اطاعت، د اوامرو د پر ځای کولو او د یاد قانون د تطبیق پر اغیز خبرې وکړې او وې ویل چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون تطبیق د هر کارکوونکي مسؤلیت دی او ټول باید د دې قانون د پلي کېدو لپاره هڅه وکړي، ځکه چې یاد قانون د ټولنې د اصلاح لپاره ډېر مهم دی، د همدې اړتیا له امله عالیقدرمشرتابه حفظه الله تعالی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت رامنځته کړی، څو په ټولنه کې هغه ستونزې او نیمګړتیاوې چې موجودې دي، هغه اصلاح او سمون ومومي.
په دې پروګرام کې محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دعوت او ارشاد اړوند تعلیمي نصاب پر اهمیت خبرې وکړې، تعلیمي نصاب یې د کارکوونکو د علمي او ديني پوهاوي د لوړولو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې هر رئیس باید د خپلو کارکوونکو ترمنځ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون عملي تطبیق ته پاملرنه وکړي او هغه کارکوونکي چې لویه دوره یې نه وي بشپړه کړې، باید هره ورځ د سهار له خوا د دعوت او ارشاد له لوري تنظیم شويو درسونو ته پر وخت حاضر شي.
