د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.
په دې روزنيز ورکشاپ کې ګډونوالو ته مهم اداري او مديريتې موضوعات ور زده کړل شول، څو وکولای شي خپلې دندې په لا ښه او اغېزمن ډول ترسره کړي.
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم د خپلو ټولو کارکوونکو لپاره په نورو اړينو برخو کې ورته روزنيز ورکشاپونه او د ظرفيت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.
