د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حقشناس، نن د معرفت غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د یاد ریاست له کارکوونکو سره اداري غونډه ترسره کړه.
محترم ملا صدوخان حق شناس د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کاري بهیر د لا ښه پرمختګ، د ټولو چارو په ترسره کولو کې د بشپړ شفافیت او چټکتیا په هکله کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
