د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون او د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په هغه کې ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دې غونډې په ترڅ کې په یاد مرکز کې د شته ستونزو د حل په لارو چارو، د زده کړه ئیز بهیر د لا ښه والي او د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکو ته د ښو او معیاري خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وشوې.
همداراز په دې غونډه کې محترم مولوي احسان الله حقاني د فني او حرفوي زده کړو، زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي، د نظم او انضباط په مراعاتولو کې پوره هڅه وکړي او د اخلاقي او دیني اصولو په رعایت کولو سربېره، د درسونو په زده کړه کې جدي پاملرنه ولري.