د "تحصیلي رشتو لپاره د کاري فرصتونو د اړتیا سنجونې" تر عنوان لاندې پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې ترسره شو
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د "تحصیلي رشتو لپاره د کاري فرصتونو د اړتیا معلومولو" تر سرلیک لاندې پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په عمومي تالار کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د آمرینو په حضور کې ترسره شو.
د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې د شته تحصیلي رشتو لپاره د کار بازار په دقیق وپېژندل شي، تر څو له یوې خوا د پوهنتونونو څخه فارغ شویو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او له بلې خوا د هېواد د تحصیلي نظام کیفیت لوړ شي.
د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د یاد پروګرام پر اهمیت مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې ډول پروګرامونو جوړول کولای شي تحصیلي کیفیت لوړ او د فارغ شویو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او همداراز د تحصیلي رشتو لپاره د کار بازار په دقیق پېژندل د دې لامل کېږي چې د هېواد ځوان نسل له استعدادونو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي.
د یادونې وړ ده چې کاري بازار ته د تحصیلي رشتو د اړتیا سنجونۍ پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو برخو د آمرینو ترمنځ د پوښتنلیکونو د ځوابولو له لارې تطبیق شو.