د نظامي شهيدانو ورثې او معلولینو ستونزو ته رسيدنه مو کاري لومړيتوب دی

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۹:۱۷
gj

د نظامي شهيدانو ورثې او معلولینو ستونزو ته رسيدنه مو کاري لومړيتوب دی

نن سه شنبه د کب په ۲۶مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي له نظامي معلولينو او شهيدانو ورثې استازو سره وکتل.

په پيل کې د نظامي شهيدانو ورثې او معلولينو استازو ښاغلي فاروقي ته د نوي مسووليت مبارکي وويله او په چارو کې يې ورته د زياتو برياوو هيله وکړه‌.

دوی له ښاغلي فاروقي سره د نظامي معلولينو او شهيدانو ورثې د معاشونو د ځنډ، د تېرو کلونو د پاتې حقونو، کارموندنې، فزيکي لاسرسي، سرپناه، زدکړو، د حج سهميې او د سولې په پروسه کې د ونډې او ګډون په برخو کې شته ستونزې شريکې کړې او د وزارت له رهبرۍ يې د حل غوښتنه وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د خپلو خبرو په پيل کې، د نظامي معلولينو او شهيدانو ورثې له استازو د هميشنۍ همکارۍ له امله مننه وکړه او د هغوی د قربانيو، لاسته راوړنو او سرښندنو ستاينه يې وکړه.

ښاغلي فاروقي وويل: چې جمهور رئيس او حکومت ستاسو د قربانيو احسانمند دي او پر همدې بنسټ تاسو ورته تر بل هرچا زيات لومړيتوب لرئ.

دده په خبره، چې د نظامي شهيدانو وارثينو او معلولینو ته به د ۱۴۰۰ کال حقوق د کال په لومړۍ ربعه کې په يو ځایي توګه ورکړل شي او د تېرو کلونو پاتې حقوق به يې د اسنادو د څېړنې او ارزونې کميسيون د پروسې تر بشپړيدو وروسته تاديه شي.

نوموړي زياته کړه، چې پورته يادې شوې ستونزې، اندیښنې او غوښتنې يې جمهوري رياست عالي مقام ته د وزارت لخوا په چمتو شوي راپور کې شاملې کړې دي، کوم چې د کابينې په غونډه کې به د ولسمشر په حضور کې له اړوندو دولتي او خصوصي ادارو سره په ګډه پرې بحث وشي او د محسوسو پايلو تر حاصليدو وروسته به له تاسو سره شريکې شي.

ښاغلي فاروقي ژمنه وکړه، چې په پوره ريښتينولۍ، ژمنتيا او اخلاص سره به د ټولنې دې جنګ ځپلي قشر د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او د هغوی ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو ته د رسيدنې په برخه کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS