په پکتيا ولایت کې پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۱۲) زره افغانۍ پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري رحیم الله ضرار، د اقتصاد رياست استازي او د احساس خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د یادې موسسې څخه یتیمانو ته د مرستو برابرولو په پار د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
