د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول دي.
د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې (۲۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي او ژمنۍ البسه چمتو او ووېشل شي.
د دې پروژې ټولیز ارزښت چې (۷۵) زره او (۵۰۰) ډالره کېږي، د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال، محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې مؤسسې څخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره د شویو مرستو مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځانبسیاینې په برخه کې د مرستو لړۍ نوره هم پراخه کړي، تر څو د دې لارې د شهیدانو کورنۍ او معلولین اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسېږي.
