په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
mmd

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د باميان ولايت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي، د استخباراتو رياست استازي او د خيريه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

محترم علي‌خان احمدي د وزارت مقام د ځانګړې پاملرنې او د خیریه موسسې له همکاريو څخه د مننې تر څنګ، له مسؤلينو غوښتنه وکړه چې د ټولنې له زیانمن شوي قشر په ځانګړي ډول معلولینو، یتیمانو او کونډو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د تشکیلاتي طرحې د ترتیب او د بودجې د تعیین په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړولو او د اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو په موخه غونډه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه (۳۰) تنه معلولیت لرونکي وګړي د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز د افغانستان د توانا ماشومانو ابتکار (ECI) مؤسسې سره په همغږۍ د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شویو (۳۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د. . .

BACK TO NEWS