د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۸:۵۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند کارکوونکي محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد چارې له نږدې و ارزولې.

یاد پلاوي د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته د دیني او عقیدوي چارو د ورځني تدریس بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د لاښه والي په موخه یې کارکوونکو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړې، په پای کې، د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد مسؤل ته، د ارزښتناکو هڅو د ستاینې په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، ژوند د هوساینې او پرمختګ(LRD) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په. . .

BACK TO NEWS