د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په پام کې لري چې د ترکیې هېواد د تیکا مؤسسې سره په همغږۍ پر (۸۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي وویشي

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۳:۵۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رياست په هڅو او کوښښونو د ترکیې هېواد د تیکا مؤسسې چمتوالی ښودلی چې په کابل، پکتیا، بامیان او نورستان ولایتونو کې پر(۸۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، وريجې، چای، نخود، لوبیا، بوره او روب شامل دي وویشي.

د يادونې وړ دی چې له یادو مرستو څخه به، په ترتیب سره (۲۵۰) تنه په کابل، (۲۰۰) تنه په پکتیا، (۲۰۰) تنه په بامیانو او (۲۰۰) تنه نور مستحق کسان به په نورستان ولايت کې له مرستو برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS