د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس په دې ولایت کې د یو شمېر نړيوالو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱۰

د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي په دې ولايت کې نړيوالو مؤسسو (یو ان ډي پي، یونسیف، یوناما) او ځینو نورو مؤسسو مسؤلینو، همداراز د معلولینو د ملاتړ په موخه د جوړو شوېو ټولنو او د نارينه او ښځينه معلولینو استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د مؤسسو له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا زياتو مرستو جلب او د دې ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ د مرستو ويش، د ناشنوا او نابینا ماشومانو لپاره د یوه مرکز جوړول، ښځينه او نارینه معلولینو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه د کاري فرصتونو په تړاو وړانديزونه شریک کړای شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS