په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ چمتو کړې دي.

په همدې لړ کې نن (۱۶۹) تنو مستحقو یتیمانو ته یادې اختریزې ډالۍ ووېشل شوې او ټاکل شوې ده چې پاتې نورو مستحقو یتیمانو ته به هم دا مرستې په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي، تر څو هغوی هم د‌ نورو ماشومانو په څېر د اختر له خوښیو څخه برخمن شي.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت، د ولايت مقام، د یو شمېر نورو ادارو استازو او د اسلامي هوساينې نړيوالې مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS