د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې هیواد له سفیر سره وکتل

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۳:۴۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په کابل کې د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی د افغانستان له خلکو سره د ترکیې دولت د بشري مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د ترکیې هېواد د اسلامي امارت د نظام د رامنځته کیدو وروسته د دغه هېواد له اړمنو خلکو سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د روغتیا او خوراکي توکو د رسولو په برخو کې لازمې مرستې کړې دي چې د یادو مرستو څخه معلولیت لرونکي وګړي، کونډې او یتیمان هم برخمن شوي دي.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند د ترکیې هېواد د بشردوستانه مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: په دغه هېواد کې څلویښت کلنې جګړې افغانستان د بدبختیو په مرکز بدل کړی دی، هغه د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د مسلمان ملت د اوږدو فرهنګي او اسلامي اړیکو یادونه وکړه. همدارنګه د یاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي  ملا عبدالمجید اخوند د ترکیې هیواد له سفیر سره په کتنه کې د یتیمانو او معلولینو لپاره د پوهنې، روغتیا او خوراکي توکو د برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS