په کابل ولایت کې د شهيدانو کورنیو او بیوزلو خلکو باندې د مرستو کڅوړې ووېشل شوې

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۹:۴۸
mmd

د شهيدانو کورنیو په شمول په پنځوسو اړمنو کورنیو باندې په کابل کې د قطر هیواد د سفير ښاغلي سید مبارک ابن خيارين له خوا د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست په همغږۍ بشري مرستې  وویشل شوې.

د کابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس ښاغلي قاري شمس الامين زهیر د قطر هیواد دسفیر ښاغلي سید مبارک ابن خیارین څخه د مرستو د کڅوړو د رالیږلو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې دا اړمن کسان چې اوسمهال په کمزوري اقتصادي وضعيت کې دي همکاري او لاس نيوې یې يو انساني او وجداني کار دی او همدا راز یې د یادو کڅوړو د ویش په برخه کې د روڼتیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS