د رهبري شورا فوق العاده غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۳:۴۴
mmd

وزارت د رهبري شورا فوق العاده غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر تشکیل بحث وشو.  
د غونډې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر، ملا عبدالمجید اخوند د شهیدانو وارثین او معلولین یې د ټولنې اغېزمن وګړي وګڼل.
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د مالی او اداري چارو رییس مولوی کلیم الله افغان له ټولو رییسانو وغوښتل چې اوونیز کاري پلان، ګزارش او لومړيتوبونه دې په ګوته کړي.
همدارنګه په دې ناسته کې، ښاغلي عبدالمجید اخوند د چارو د ښه سمبالښت لپاره له بشري سرچینو له ریاست نه وغوښتل چې حاضري له کتبي څخه برښنایي ته دې تبدیله شی.
په نننۍ غونډه کې د پخواني حکومت د شهیدانو د وارثینو او معلولینو، د ملکي شهیدانو د وارثینو او معلولینو او د ا.ا.ا د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د انسجام پر طرحه او پلان بحث او د نظرونو د تبادله وشوه. او همدارنګه له ټولو رییسانو وغوښتل شول چې خپلو ریاستونو خالي بستونه دې مشخص او د وزارت مقام ته دې د خالي بستونو د ډکولو لپاره دې وړاندیز وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS