د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بیرغ ملي ورځ ونمانځله

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۸:۲۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بیرغ ملي ورځ ونمانځله

نن سه شنبه د زمري اوومه، چې د بیرغ ملي ورځې سره برابره ده، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بیرغ ملي ورځ د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د نمانځنې په دې غونډه کې د وزارت د رهبرۍ غړو، کارکوونکو او ځینو بهرنیو مېلمنو ګډون درلود.

په پیل کې د فرهنګي چارو سلاکار د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي پیغام ولوست، چې پکې یې هېوادوالو ته د دغې پرتمینې ورځې مبارکي وویلې وه او د بیرغ ساتنې او دفاع په برخه کې یې د شهیدانو د کورنیو، معلولیت لرونکو وګړو، امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ ستاینه کړې وه.

د وزارت د تخنیکي چارو مرستیالې جمیلې نورستانۍ ټولو ګډونوالو ته د بیرغ د ملي ورځې مبارکي وویله او دا یې د هر افغان لپاره احساس پارونکې ورځ وګڼله، وویل ملي بیرغ زموږ ملي هویت او د ملي یووالي سمبول دی. بیرغونه ملتونه د خپلو ملي ګټو ساتنې لپاره تر یو چتر لاندې راټولوي او د دې تر څنګ یو نړیوال پېژاند دی.

د ټولنیزو خدمتونو رییس سید عالم هاشمي هم په خپلو خبرو کې دغه ورځ د افغانانو ویاړ وګڼه او ټولو ته یې د دې ورځې په مناسبت مبارکي وویله.

امنیتي ځواکونو ملي بیرغ ته د درناوي په موخه مارش ترسره او سیف الرحمن عیار لمر د بیرغ په مناسبت خپل شعر ګډونوالو ته واوره چې د ټولو احساسات یې راوپارول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مؤثرې همغږۍ د تأمین په موخه، د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت والي د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل او د هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه

د ارزګان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي د هغو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل چې څه موده وړاندې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو سره د جګړې پر مهال په شهادت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۴۲
Background image

تخار ولايت کې (۴۰۰) مستحقو کورنيو ژمنۍ مرستې ترلاسه کړې

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو (۴۰۰) کورنیو ته. . .

BACK TO NEWS