د ارزګان ولایت والي د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل او د هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۲۲

د ارزګان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي د هغو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل چې څه موده وړاندې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو سره د جګړې پر مهال په شهادت رسیدلي وو.

د دې لیدنې پر مهال د لواء قومندان محترم مولوي برهان الدین بیضاوي، د استخباراتو رئیس محترم مولوي نقیب الله ابواللیث، د علماء شورا رئیس محترم مولوي عبدالغفار، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

د ارزګان ولایت والي د پاکو شهیدانو روح ته یې دعاء وکړه، کورنیو ته یې د تسلیت او همدري مراتب وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د شهیدانو کورنیو ستونزو ته رسیدګي او د هغوی سره مرسته د ولایت د رهبرۍ یو مهم مسؤلیت دی او په دې برخه کې به بشپړه هڅه وشي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري ځانګړې شوې مرسته د والي صاحب لخوا د شهیدانو ورثه وو ته وسپارل شوه او د اړوندو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه یې وکړه چې د شهیدانو کورنیو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو کورنیو هم د خپلو شهیدانو پر ویاړ خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلام او هېواد دفاع د دوی ایماني او ملي وجیبه ده او دا لار به د هر ډول شرایطو او ستونزو سره هم پرې نږدي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره زده کړه ئيز ورکشاپ پیل شو

د کاپيسا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د افغان ځوانانو لپاره د روغتيايي او تعليمي مؤسسې سره همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه د (۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي، (۱. . .

BACK TO NEWS