په کنړ ولايت کې (۲۳۷) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۴
mmd

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د شپول خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې پر (۲۳۷) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۳۲۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبيدالله حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو او همداراز د سرکاڼو ولسوالۍ له ولسوال څخه مننه وکړه چې د دې اړمن قشر لاسنیوی کړی او د مرستو په ویش کې هغوی ته لومړیتوب ورکړی دی .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS