په خوست ولایت کې پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو وېش
د خوست ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه یې خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې هغوی سره دې لا زیاتې مرستې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د خیریه مؤسسو سره په همغږۍ د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.
