په ننګرهار ولایت کې پر (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۹:۳
mmd

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې بېلابېلې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د یادې مؤسسې له لوري د شوو مرستو قدرداني وکړه او له ټولو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې له دې زیانمن او بې‌وسه قشر سره خپلې مرستې پراخې کړي او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازمه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې بېلابېلې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۹:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو له استازو سره غونډه ترسره شوه

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقی‌ بالله فضلي، په هغه غونډه کې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د امارتي ادارو مسؤلینو او د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۸:۵۹
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د لسوالیو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې. . .

BACK TO NEWS