په بامیانو ولايت کې پر (۲۰۶۹) د يتيمانو کورنېو باندې مرستې وویشل شوې
د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د آیت الله العظمی فیاض خیریه بنسټ له لوري (۲۰۶۹) کورنېو باندې اختریز توکي وویشل شول.
په ورته وخت کې هر کورنې ته (۴۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د بامیان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت باندې ديتيمانو کورنی خپل حقوق لري او حکومت هڅه کوي دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.