د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې دو تنه نوي مدیران معرفي شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۳۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر اساس محترم مولوي حسن محمد رهبر د خاصو شهیدانو د حقوقو مسلکي غړي په توګه او محترم نصیب جان یوسفي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د تثبیت، ثبت او بایومټریک د مسلکي غړي په توګه د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي له لوري کارکوونکو ته معرفي او خپلې دندې پیل کړې.

محترم مولوي محمد رسول حنفي د یادو مدیرانو د معرفي په غونډه کې له کارکوونکو وغوښتل چې د مراجعینو سره له ښه اخلاقو او نیک چلند څخه کار واخلي او خپل سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره ژمنتیا، اخلاص او صداقت سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS