د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۹:۵۸
mmd

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه، چې په هغه کې د ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د مراجعینو د ورځنيو چارو د ښه ترسره کولو، د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې د پلاوي لخوا د ورکړل شويو سپارښتنو د عملي کیدو په تړاو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

BACK TO NEWS