د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او ستونزو په اړه باید په واحده توګه غږ پورته شي نه له مختلفو ادرسونو

د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او ستونزو په اړه باید په واحده توګه غږ پورته شي نه له مختلفو ادرسونو
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د معلولیت لرونکو ګړو یو شمېر معترضو استازو سره وکتل او د هغوی، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د معترضو معلولینو استازو په خپلو خبرو کې د سرپناه، اپارتمانونو ورکړې، د تېرو کلونو د پاتي حقوقو، د اسنادو او وثیقو د څېړنې کمېټې د کارونو، د ښاروالۍ له لوري د کاري غرفو د وېش، بې عدالتۍ او فساد مخنیوي، د معلولینو د تحقیقاتي مرکز د پیاوړتیا، زده کړو او بهرنیو تحصیلي بورسونو، معلولینو ته د بدن د منصوعي غړو د کمښت، قوانینو د تعدیلاتو نهایي کولو، د ملي او نړیوالو بنسټونو د مرستو جلب، د معلولینو د ملي فدراسیون د نهایي کېدو، حج سهمیو، په ملي دسترخوان کې د معلولینو د ونډې، په دولتي ادارو کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې د ګمارنې، یو ورثه شهیدانو او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې او د اقداماتو غوښتنه یې وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي وویل: د حقونو غوښتلو په اړه مدني حرکتونه د ټولو اتباعو قانوني حق دی، خو مهمه دا ده، چې دغه حرکتونه او حق غوښتنه باید په واحده توګه پورته شي نه له مختلفو ادرسونو، ځکه چې یو غږ کولای شي د مسولینو پاملرنه راجلب کړي او ستونزو ته په وخت سمه رسیدګي وشي، خو دا چې غږونه مختلف او غوښتنې پراګنده وي د تمې خلاف پایلې ترې ترلاسه کېږي.
ښاغلي آریوبي د سرپناه په اړه وویل، چې د ځمکو او ښار جوړولو وزارت سره یې څو ځل خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې د معلولینو لپاره به ځمکې مشخصې کړي. زیاته یې کړه، چې دغه موضوع له یاد وزارت سره تعقیبوي.
ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د کابل او ولایتونو کې ډېرو کسانو ته یې حقوق ورکړل شوي دي او کوم کسان چې پاتې اسناد یې تر څېړنې لاندې دي، چې بشپړېدو سره به پرته له قانوني ستونزې حقوق ورکړل شي. زیاته یې کړه، چې په ۱۳۹۸ کال کې د کرونا له کبله په استثنایي توګه ټولو ته حقوق ورکړل شوه، خو په ۱۴۰۰ کال کې هغو کسانو ته حقوق نه ورکول کېږي، چې برېښنایي تذکره ونه لري او بایومتریک شوي نه وي. ښاغلي آریوبي وویل، چې په تېرو کلونو کې د یو شمېر کسانو د حقوقو د پاتې کېدو لامل د شهیدانو او معلولینو زیاتېدل دي او موږ په دې اساس بودجه مدیریت کوو.
ښاغلي آریوبي د یوې ورثې شهیدانو په اړه وویل، چې که ورثه (مېرمن او لور) یې ژوندۍ وي د اسنادو له څېړنې او بررسۍ وروسته به د یوه کمیسیون په ټاکلو سره اسناد ورکړل شي.
ښاغلي آریوبي د اسناد او وثیقو د څېړنو په اړه وویل، چې څو پړاونه لري، لومړی پړاو یې د سپینو او تورو اسنادو جلا کول دي، دویم پړاو یې د غیر قانوني اسنادو د پروسس د عاملینو په اړه څېړنه ده او نور پړاوونه به وروسته روښانه کړي. زیاته یې کړه، هغه معلولین چې معلولیت یې څرګند وي او اسناد یې ستونزه ولري له سره به قانوني اسناد ورکړل شي. خو هغوی چې اسناد یې جوړ او معلولیت یې ستونزه لري حقوق به یې وځنډول شي.
د حج سهمیو په اړه یې څرګنده کړه، چې هڅه کوو، د شهید او معلول کورنۍ هم پکې شامله او له دې سهمیې برخمنه شي. همدارنګه په دولتي ادارو کې د معلولینو د ګمارنې په اړه یې څرګنده کړه، چې تر دې مهاله ۹۰۰۰ کسان ګمارل شوي او د نورو په اړه هم اقدامات ترسره کېږي.
د غرفو د وېش په اړه یې څرګنده کړه، چې ښاروالۍ سره یې هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته ۱۴ سلنه غرفې د ښار په مختلفو برخو کې ورکړل شي. وویل چې په دې اړه طرحه او د وېش کړنلاره هم جوړه شوې ده.
ښاغلي آریوبی د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل په اړه څرګنده کړه، چې د معلولینو د غوښتنو او نظرونو سره سم بدلونونه پکې راغلي او ژر به نهایي شي. د معلولینو د څېړنیز مرکز په اړه یې وویل، چې دغه مرکز به په مختلفه بڼه خپل فعالیتونه پیل کړي. د معلولینو د ستونزو، دوی ته د اسانتیاوو، فرصتونو برابرولو او د خنډونو د له منځه وړلو پر حل لارو به تحقیقات کوي او عملي اقدامات به ترسره کېږي.
د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم د معلولینو استازو ته قناعت ورکړل شو او ټولو وزارت سره د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په زیاتېدو ټینګار وکړ.