د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۸۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ملاتړ او ورځنیو ستونزو ته یې د ښې رسیدنې په موخه، د کابل ولایت اړوند (۵۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او نورو اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې چې په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او نور مواد شامل وو.
دغه مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤالدين سعد، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د څارنې او ارزونې ریاست د استازو په حضور کې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري ورته مرستې پر سلګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې وېشل شوې وې.
