د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست اړوند د اجرائیه مدیر بست لپاره د آزادې سیالۍ له لارې ازموینه ترسره شوه.
په یاده ازموینه کې لسو (۱۰) تنو وړ کسانو ګډون کړی وو، چې د وزارت د ازموینې کمېټې له لوري یې ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموينې د اخيستلو پر مهال د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د وزارت د پروژو د تطبیق څخه ډ څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار هم حضور درلود.
