د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۱

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د بیروکراسي( کاغذ پراني ) د مخنیوي په موخه غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌ الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم ملا روح‌الله نصرت، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌ شناس، د معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شاه ولي او د دفتر ریاست کارکوونکي محترم مولوي بختور شاه ګډون کړی وو.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو بهیر و ارزوه او څرګنده یې کړه چې د وزارت رهبري د دغو قشرونو ستونزو ته وخت پر وخت له نږدې پاملرنه کوي، د هغوی غوښتنې اوري او د خدمتونو د لا ښه‌ والي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

د غونډې په پای کې د شيخ صاحب په سرپرستی کې د دفتر ریاست، د شهیدانو چارو ریاست او د معلولینو چارو ریاست له استازو څخه یو هیئت موظف شو تر څو د مراجعینو ستونزې له نږدې واوري او د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازم تدابیر او اسانتیاوې برابرې او یاد‌ هیئت به یې د خپلو کړنو راپور د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت سره شريک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

په غزني ولایت کې پر (۱۰۸) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۸) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکو ترڅنګ، نغدي مرستې ووېشلې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د بیروکراسي( کاغذ پراني ) د مخنیوي په موخه غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ او د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS