د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ او د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ځینو مهمو موضوعاتو ترڅنګ، د چارو په ترسره کولو کې د لا ښې همغږۍ په رامنځته کولو، شته ستونزو ته د حل پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشوې او د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په هکله ټینګار وشو.
همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم د وزارت د موخو د ښه تحقق لپاره خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.
