د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سوېلي افریقا هېواد له یو شمېر علماؤ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۹:۵
mmd

په هغه غونډه کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، په هغه کې د یاد وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د سوېلي افریقا هېواد یو شمېر علماؤ ګډون کړی وو.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سوېلي افریقا هېواد علماؤ ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د مجاهدینو د سپېڅلي جهاد په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د جهاد په دوران کې د هېواد ډیرو کورنېو مالي او ځاني قربانۍ ورکړې دي چې نن ورځ د هغوی د قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دی.

همدارنګه په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په دې وزارت کې د ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو د کره شمېر په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: اسلامي امارت تل هڅه کړې تر څو دې اړمن قشر( د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو) ته لا ډیرې مرستې برابرې کړي تر څو د هغوی په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

نوموړي همداراز وویل: اسلامي امارت هیڅکله هم یتیمان، کونډې او معلولین نه دي هېر کړي او دا خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ګڼي چې د هغوی غږ د خیریه بنسټونو او مؤسسو پورې ورسوي تر څو له هغوی سره لا زیاتې مرستې ترسره شي.

هغه همداراز ډاډ ورکړ، کومې مرستې او مساعدتونه چې خیریه بنسټونه او مؤسسې د دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کوي هغه به په پوره شفافیت مستحقینو ته ورسول شي.

په ورته وخت کې محترم مفتي عبدالله د سوېلي افریقا هېواد علماؤ په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: دا ډیر د ویاړ ځای دی چې نن د هغو کسانو سره لیدنه کوو چې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته خدمتونه وړاندې کوي، هغه همداراز ژمنه وکړه چې خیریه بنسټونه او مؤسسې به وهڅوي تر څو له دې اړمن قشر سره لا ډیرې مرستې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د سوېلي افریقا هېواد علمأ په کابل کې د میزان په نوم له یو خیریه بنسټ سره چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې فعالیت لري، مالي ملاتړ یې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د کنړ ولايت زلزله‌ ځپلو سیمو ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر مشرۍ لاندې یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش او ټولنيزو خدمتونو د تنظيم رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه پلي کیدو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS