د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان مالي کال د درېیم پړاو د نغدي مساعدتونو د وېش بهیر رسماً پیل شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۱۷
mmd

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري جوړ شوي خبري کنفرانس کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان ۱۴۰۴ مالي کال د درېیم پړاو میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش بهیر پیلول د رسنیو له لارې د شهیدانو کورنيو او معلولینو سره شریک شول، په دغه خبري کنفرانس کې د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د وزارت یو شمېر آمرینو او د بېلابېلو رسنیو استازو شتون درلود.

په پیل کې محترم مولوي کلیم الله افغان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د فعالیتونو او مسؤلیتونو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او وې ویل: په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې دې وزارت ته (۱۲) میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه، چې تر اوسه (۸) میلیارده، (۱۹۰) میلیونه او (۸۵۳) زره افغانۍ یې په شفاف ډول یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو په توګه ورکړل شوې دي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس وویل: د یادو نغدي مساعدتونو تر څنګ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکز او ولایتونو په کچه سلګونو تنو یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې، څو هغوی وکولای شي د کمپیوټر، موبایل، برېښنایي وسایلو، موټرسایکل، موټر، یخچال، ایرکنډیشن ترمیم او همداراز د خیاطۍ په برخو کې مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.

محترم مولوي کلیم‌الله افغان د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش په بهیر کې د بشپړ شفافیت د تأمین ډاډ  ورکړ او زیاته یې کړه د همدې موخې لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري پلاوي د کونډو، یتیمانو او معلولینو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو او د خدمتونو د کیفیت د ارزونې په موخه وخت په وخت د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه ترسره کړي دي.

همداراز د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش په دې خبري کنفرانس کې وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان مالي کال د درېیمې ربعې د مساعدتونو د وېش بهیر پیل کړ. د دغه پړاو په ترڅ کې به د میزان، عقرب او قوس میاشتو نغدي مرستې د لکونو یتیمانو، کونډو او معلولینو بانکي حسابونو ته ولېږدول شي. نوموړي زیاته کړه چې د ژمي له رانږدې کېدو سره وزارت هڅه کوي د خیریه بنسټونو په همکارۍ د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي، د ژمي البسه، سون توکي، ویلچرونه او نور اړین مواد برابر کړي، څو د دې بېوزله قشر د ژوند ستونزې راکمې شي.

محترم مفتي فیصل خاموش د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت شويو ارقامو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: د دې وزارت له لوري په ټول هېواد کې (۶۹۴۹۷۸) تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي، چې پکې (۴۰۵۷۶۳) تنه یتیمان، (۱۰۰۷۹۹) تنه کونډې او (۱۸۸۴۱۶) تنه معلولین شامل دي، د معلولینو په پورته ذکر شویو ارقامو کې (٤٩٧٨٤) تنه ښځینه معلولینې، (٣٧٥٦٥) تنه فلج معلولين او (١٦٢٤٧) د دوه سترګو معلولين هم شامل دي.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شفافیت د تأمین په موخه یو بریښنايي سیسټم رامنځته کړی چې په (۳۴) ولایتونو کې فعال دی او د (۵۲۹۷۴۶) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو معلومات پکې ثبت شوي دي. همدارنګه، سږ کال دغه وزارت د خیریه مؤسسو په همغږۍ د (۷۰۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د (۱۰) میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې برابرې کړې دي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د تشکیلاتي طرحې د ترتیب او د بودجې د تعیین په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړولو او د اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو په موخه غونډه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله. . .

BACK TO NEWS