د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د اغېزمنې همکارۍ په پار د یو شمېر امارتي ادارو استازو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري د احکامو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د کورنۍ پلټنې رئيس، د چارو ادارې عمومي ریاست، د عدلیې وزارت او د احکامو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو ته په ولايتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د غیر منقول اموالو د وېش او په دې برخه کې د بشپړو هلو ځلو د ترسره کولو په پار ستاینلیکونه ورکړل شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د‌ مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حبیب،

د‌ شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني، یو شمېر آمرینو او کارکوونکو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې د احکامو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مفتي روح الله حماس په مشرۍ يو پلاوی ټاکل شوی وو، تر څو په ولايتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر منځ د منقول او د غیر منقول اموالو وېش ترسره کړي، ياد پلاوي د‌ (۲) میاشتو په ترڅ کې د (۱۵) ولايتونو لپاره اداري ودانۍ او سپینې نومرې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته وسپارلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS