د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه
د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم میر احمد منیر د اداري چارو د لاښه منظم والي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو، د کارکوونکو ترمنځ د ښې همغږۍ پر پیاوړتیا، دندې ته د پر وخت حاضریدو، د اسنادو د ترتیب او تنظیم او ځینو نورو موضوعاتو په تړاو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه همداراز له کارکوونکو وغوښتل چې سپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړې ژمنتيا او اخلاص سره ترسره کړي او
د مراجعینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
