د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو ګروپ آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۴۹
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړه شوې وه په هغې کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسیٰ صدیقي، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د اړوند ریاست کارکوونکو ګډون درلود.

مولوي سیدولي حماد د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او هدایت پر اساس د داخلي تفتیش په ریاست کې د مرکزي مفتشینو ګروپ د نوي آمر په توګه د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسیٰ صدیقي لخوا کارکوونکو ته وروپیژندل شو.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسیٰ صدیقي د مولوي سیدولي حماد پر تېرو فعالیتونو او د شهیدانو ورثه ؤ ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص، ایماندارۍ، د دندو د کړنلارو او کاري پلان سره سم سرته ورسوي.

نوموړي همداراز د دندو په پرمخ وړلو کې د ټولو شته منابعو په کاراچول، د مشرانو اطاعت او د سلسلې مراتبو مراعاتول یې ضروري وګڼل او مولوي سیدولي حماد ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

هغه همداراز په دې غونډه کې په اداري موضوعاتو هم رڼا واچوله او د ادارې له اړخه یې پلان او اداري مهم عناصر کارکوونکو ته تشریح کړل.

د یادولو وړ ده چې مولوي سیدولي حماد تر دې وړاندې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د آمر په توګه دنده ترسره کړې او په دې برخه کې یې غوره خدمتونه وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لایف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د شهیدانو کورنيو او معلولینو لپاره د څښاک صحي اوبو د برابرولو په موخه، د (HHRD) مؤسسې سره د (۴۲) زره ډالرو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د زابل او لوګر ولايتونو له واليانو سره وکتل

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د زابل والي محترم مولوي شیرمحمد شریف او د لوګر ولایت له والي محترم قاري صلاح الدين ايوبي سره جلا جلا. . .

BACK TO NEWS