د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۰
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ د استازي محترم عبدالمجید جواد ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په کابل ولایت کې دوه زره  (۲۰۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي چې په هغې کې به اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا، مالګه، نغدي مرسته او په غیر خوراکي توکو کې به د حفظ الصحې کیټونه او ژمني توکي شامل وي، وویشل شي.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت یو میلیون او پنځه لکه او پنځوس زره (۱۵۵۰۰۰۰) افغانۍ او څلور زره (۴۰۰۰) امریکائي ډالره دی چې په کابل ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS