د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۳:۵۹
sc

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

دوشنبه د مرغومې په ۱۰مه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبري هييت غونډه ترسره شوه، چې مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او د وزارت نورو چارواکو پکې ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د کرونا ويروس د درېيمې څپې خپرېدو پر وړاندې وقايوي تدابير اړين وبلل او د مراجعينو په ګډون يې د وزارت ټولو کارکوونکو ته د عامې روغتيا وزارت د لارښوونو سره سم د زياتې پاملرنې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي فاروقي د وزارت د چارو په اړه څرګنده کړه، چې ځینو برخو کې ستونزې موجودې دي؛ مهمه ده، چې د یوه منظم پلان پر بنسټ تشخیص او د له منځه وړلو لپاره یې جدي ګامونه پورته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیرونه باید ورځ تر بلې رڼه، معیاري او چټک شي، څو د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره ځواب ويوونکې اداره په ميراث پرېږدو.

ښاغلي فاروقي د همغږۍ پیاوړتیا، عدالت، روڼتیا، برېښنايي سیستم تطیبق، فساد سره مبارزه، د چارو تنظيم، خپل دیني او وظیفوي مسولیتونه وګڼل وويل: چې ټولې چارې بايد د ورکړل شویو صلاحیتونو او قانون پر بنسټ ترسره شي او هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې فساد او نورو ناقانونه کړنو ته لاره هواره کړي.

د دې تر څنګ یې ټولو مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې په یاد ډول خپل مسولیتونه په صادقانه ډول ترسره کړي، تر څو د شهیدانو کورنۍ او معلولین پر خپل وخت له حقوقو او امتیازاتو برخمن شي.

د یادو موضوعاتو سربېره يې په ولایتونو کې د برېښنایي سیستم د تطیبق، بانکي سازۍ او د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

BACK TO NEWS