د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۰:۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شول په هغې  کې د ولایتي رئیسانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیز ورکشاپ د لړۍ پر دوام هم خبرې اترې وشوې او پریکړه وشوه چې د ملکي خدمتونو د انسټیټیوټ په همغږۍ سره د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرام چارې به په راتلونکې اونۍ کې بیا پیل کړل شي.

په دې غونډه کې د هغو بې سرپرسته یتیمانو چې دمګړې په حرفوي زده کړو بوخت دي د هغوې د اقتصادي ستونزو د حل، د غرمې ‌ډوډۍ او همدارنګه هغوې ته د لارې د کرایې په ورکړه کې د زیاتوالي پریکړه وشوه.

همدارنګه په یاده غونډه کې د معلولیت لرونکو وګړو ته د هویت کارتونو جوړولو په اړه خبرې وشوې او د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش ته دنده وسپارل شوه چې معلولیت لرونکو وګړو لپاره هویت کارټونه جوړ چې د بایومټریک د پروسې له بشپړیدو وروسته ورکړل شي.

د رهبري شورا په دې غونډه کې د هېواد په (۲۷۲) ولسوالېو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوندو کارکوونکو ته د دفتر او دهغوې د دفتر اړوندو توکو د برابرولو په هکله هم هر اړخیزې خبرې وشوې او پریکړه وشوه تر څو د یادو توکو د برابرولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام ته خپل وړاندیز وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۶
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مؤسسې فعالیتونه وستایل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د‌ ټولنیزو خدمتونو مدير محترم نصرت الله پتمن يې ملتيا کوله، په ياد ولایت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

BACK TO NEWS