د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نن په کندز ولایت کې د یاد وزارت اړوند رياست څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۳:۵۸
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر دی د سمنګانو او بغلان ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو د کاري بهیر تر ارزونې وروسته کندز ولایت ته سفر وکړ.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند کندز ولايت ته د خپل سفر اصلي موخه د یاد وزارت اړوند رياست د کړنو، اجراآتو، فعاليتونو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي ارزونه وبلله او زیاته یې کړه: "د شهیدانو او معلولینو د قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، د هغوی د قربانېو په برکت موږ نن ورځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو، د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو تر څنګ ولاړ دی او له هغوی څخه ملاتړ کوي".

د یاد ریاست د ارزونې پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست د خبرو په ترڅ کې وویل: دې وزارت تر دې دمه په ټول هېواد کې درې لکه او پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) تنه یتیمان، نوي زره (۹۰۰۰۰) تنه کونډې او یولک او یو اتیا زره (۱۸۱۰۰۰) معلولين ثبت کړي دي چې په پورتنېو ارقامو کې د اسلامي امارت د سپېڅلو شهیدانو یتیمان، کونډې او معلولین، د تېرې ادارې د وژل شویو عسکرو او ملکي شهیدانو کونډې، یتیمان او معلولین شامل دي چې د هر ډول تبعيض پرته هغوی ته مياشتنۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير په دې سفر کې په کندز ولایت کې له یو شمېر معلولینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

BACK TO NEWS