د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولایت د کلدار ولسوالۍ اړوند مدیریت له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۸:۵۹
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د یاد ریاست د اړوند مدیریت له چارو څخه ارزونه ترسره کړه.

هغه همداراز د کلدار ولسوالۍ له ولسوال محترم الحاج مولوي شیرین احمد او نورو مسؤلينو سره په کتنه کې وويل: د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د مشرانو د لارښوونې سره سم پر ته له هر ډول تبعیض څخه یتیمانو، کونډو او معلولينو ته میاشتني نغدي مساعدتونه پر وخت حواله کوي.

محترم مولوي جان محمد حکمت د شهيدانو ورثه ؤ سره هم له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د هغوی قربانۍ هیڅکله هم هیرې نکړي ځکه چې د همدې قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دې.

نوموړي همداراز د شهيدانو ورثه ؤ سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS