افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسې د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ونمانځله

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۱:۳۹
pic

افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسې د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ونمانځله

 

دا نمانځغونډه د افغان سویس لوړو زده کړو موسسې د رهبرۍ او زده کړیالانو له لوري د ابو علي سینا بلخي په تالار کې جوړه شوې وه او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو د ملي انستیتیوت رییس ښاغلي ډاکټر فضل الله محمدي او د جنډر برخې سترې سلاکارې مېرمن صفیې صدیقي هم پکې ګډون درلود.

 

په دې غونډه کې د یادې موسسې او د وزارت مسوولینو د دې ورځې پر ارزښت خبرې وکړې او د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو ته د رسیدګۍ په اړه یې خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړه.

 

د یادونې وړ ده، چې دغه موسسه یاد وزارت سره د شوي هوکړه لیک له مخې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د معالجوي طب او د ستوماتولوژي پوهنځیو لپاره هر کال ۵ تنه په وړیا توګه مني او ۵ نورو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي.

 

د نمانځغونډې په پای کې د دې موسسې رهبرۍ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د جنډر برخې سترې سلاکارې مېرمن صفیې صدیقي او څو تنو معلولینو ته د دوی د ښو کړنو له امله مننلیکونه ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS