PastShow all
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره د مؤسسې مسؤل محترم محمد نعیم روحاني ترمنځ. . .
په دوه سوه (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې په کاپیسا ولايت کې خوراکي توکي ووېشل شول
د یتیمانو د ژوند شرایطو د ښه کولو په موخه د کاپيسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه،. . .
پر سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په زابل ولايت کې مرستې ووېشل شوې
په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، د زابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شول.
هغو کسانو چې مرستې ترلاسه. . .
د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د یونما دفتر له مسؤلینو سره وکتل
د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي سید محمد طاهر آغا په خپل کاري دفتر کې د یونما دفتر له مسؤلینو سره وکتل، د دې کتنې پر مهال د یاد ولایت د بهرنېو چارو رئيس محترم. . .
په سمنګان ولايت کې (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو مرستې ترلاسه کړې
د سمنګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ په (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شامل وې، په شفاف. . .
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړمنو کونډو او ښځینه معلولینو ته د خوراکي توکو د وېش او چمتو کولو په موخه د افغان ښځو حقوقي خدمتونو (AWRO) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ
یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغان ښځو د حقوقي خدمتونو مؤسسې مسؤل محترم سید فرهاد الله عبادي ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر. . .
په ننګرهار ولایت کې (۵۸۳) تنه یتیمان او بېوزله کسان د حرفوي زده کړو څخه فارغ شول
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD خیریه مؤسسې په همکارۍ په دې ولايت کې (٥٨٣) تنو مستحقو یتیمانو او اړمنو کسانو ته د کمپيوټر، موبايل ترميم او همداراز د خیاطۍ او . . .
په بغلان ولایت کې (۸۰۰) مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې
یوې خیریه مؤسسې د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز او ولسوالېو پر (٨٠٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې ژمني توکي چې. . .
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ترکیې هېواد په استانبول ښار کې د افغانستان له قونسلګرې څخه لیدنه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ترکیې ته یې د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په استانبول ښار کې د افغانستان د قونسلګرې څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې پر مهال د. . .