د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د حج سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه
د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو شمېر شهیدانو ورثه وو لپاره د حج سهمیې د قرعهکشۍ پروسه په شفاف ډول، د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم سیدولي حماد او د متقاضیانو په شتون کې ترسره شوه.
د یادې قرعهکشی په پایله کې (۱۰) تنه مستحق وګړي بریالي اعلان شول او پاتې نورو کسانو چې د قرعهکشی په پروسه کې يې برخه اخیستې وه، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه یې د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو په پار قدرداني وکړه.
