د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د معلولينو د حقوقو د تثبیت او بایومټریک لپاره نوی آمر معرفي شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد د معلولینو چارو په رياست کې د معلولینو د حقوقو د تثبیت او بایومټریک آمر په توګه کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پیل کړې.
د معرفي په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د معلولینو چارو رئيس محترم مولوي شاه ولي، د شهیدانو چارو رئيس محترم مولوي روح الله نصرت، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع او ځينو آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.
محترم مولوي کلیم الله افغان د محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد تېرې کارنامې او لاسته راوړنې وستایلې او هغه ته یې په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د اداري سلسله مراتب مراعاتول، په چارو کې همغږي، د ژمنتیا درلودل او په اخلاص سره د سپارل شویو مسؤلیتونو سرته رسول مهم اصول وبلل او په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.
