د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۱

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  د ياد ولايت برکې ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، څو واقعي مستحق کسان په سمه توګه وپېژندل شي، هغه اړوند کارکوونکو ته د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې‌ وکړې.

د‌ یادونې وړ ده چې د‌ بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس تر دې وړاندې د یاد ولایت خنجان ولسوالۍ ته هم سفر کړی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS