د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د معلولينو د حقوقو د تثبیت او بایومټریک لپاره نوی آمر معرفي شو

asad_admin
Mon, Apr 20 2026 9:06 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د‌ لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد د‌ معلولینو چارو په رياست کې د معلولینو د حقوقو د تثبیت او بایومټریک آمر په توګه کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پیل کړې.

د معرفي په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د معلولینو چارو رئيس محترم مولوي شاه ولي، د شهیدانو چارو رئيس محترم مولوي روح الله نصرت، د‌ مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع او ځينو آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي کلیم‌ الله افغان د محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد  تېرې کارنامې او لاسته راوړنې وستایلې او هغه ته یې په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د اداري سلسله ‌مراتب مراعاتول، په چارو کې همغږي، د ژمنتیا درلودل او په اخلاص سره د سپارل شویو مسؤلیتونو سرته رسول مهم اصول وبلل او په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS