د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کاري وړتیا لوړونې ورکشاپ د جوړولو په تړاو مشورتي غونډه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ د جوړولو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه، دغه روزنیز ورکشاپ چې د یوې مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ په لاره اچول کېږي، په هغه کې به د وزارت د مرکزي ریاستونو (۵۰) تنو کارکوونکو ته په مالي او اداري، پروپوزل لیکنې، اداري مراسلاتو او د څارنې او ارزونې په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي.

یاده مشورتي غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د وزارت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، ځینو نورو رئيسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو لپاره د روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، د یاد ورکشاپ پر لاره اچول یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره یو مهم او اغېزمن ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د ریاستونو رئيسان دی باید هغه کارکوونکي ور وپېژني چې د اداري چارو په برخه کې نیمګړتیاوې لري، څو په اغېزمن ډول هغوی ته رسیدګي وشي. 

همداراز د غونډې ګډونوالو هم د یاد روزنیز ورکشاپ د اغېزمنتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، د دې ترڅنګ په غونډه کې د دعوت او ارشاد په برخه کې د کارکوونکو لپاره د اصلاحي او تربیوي روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کاري وړتیا لوړونې ورکشاپ د جوړولو په تړاو مشورتي غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ د جوړولو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه، دغه روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د ياد هيٸت په ترکيب کې د مرکزي او ولايتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د دې وزارت وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ او د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS